چارواکي: د ارزګان ـ کندهار پر لویه لار طالبانو ۲ملکیان برمته کړي
د ارزګان ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د ارزګان ـ کندهار ترمنځ پر لویه لار وسله والو طالبانو دوه ملکي کسان برمته کړي او ۲ پولیس یې وژلي دي.
د دغه ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالقوي عمري نن چهار شنبه ماسپيښن مهال ازادي راډيو ته وویل چې ملکي کسان نن سهار شااوخو۱۰ بجې وسله والو طالبانو د اردو بلاغ په سیمه کې برمته کړي.
نوموړی وايي، د غلته وسله وال طالبان د نورو کسانو په برمته کولو بوخت و چې سیمې ته په رسېدو د افغان سرتېرو او طالبانو ترمنځ نښته رامنځته شوې.
عمري وویل چې په دغه نښته کې وسله والو طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو په خبره چې په اړه يې کره معلومات نه لري.
نوموړي زیاته کړه چې د دغه سیمې امنیت د کندهار د امنیتي مسؤلینو مربوط دی.
بلخوا له سیمي یو شمېر نور نا تائید شوي راپورونه وايي چې وسله والو طالبانو پر دغه لاره ۷ کسان برمته کړي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
داپه داسې حال کې ده چې څو میاشتي مخکې هم وسله والو طالبانو په یاده سیمه کې ۳۱کسان برمته کړه وه چې له ډلې یې ۷ تنه لا اوس هم د وسله والو طالبانو په منګلو کې دي.