د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له روسیې غوښتې چې «والوف» خوشې کړي
د خبريالانو د خونديتوب کمېټې له روسي چارواکو غوښتنه وکړه چې په توقيف کې د يوه بلاګ ليکونکي قضيه په دقت وڅېړي.
په نيويارک کې دېره دغې کمېټې پرون په يوه اعلاميه کې له روسي چارواکو يو وار بيا غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره الکساندر والوف خوشې او د ده د درملنې امکانات يقيني کړي.
بلاګ-سوچي په نوم د ويبلاګ موسس چې ويبپاڼه يې اوس بلاک شوې، له پنځو مياشتو راهيسې د اخاذۍ په تور په توقيف کې دى.
دى وايي، دغه تورونه سياسي انګېزه لري او ردوي يې.