سیګار: فاریاب کې د ۲۳۳کېلومتره سړک کار له۱۲کالونو نه دی پوره شوی
په افغانستان کې د بیارغونې پرچارو د امریکا د څارنې اداره یا سیګار وایي، د افغانستان په شمال کې د حلقوي سړک د یوې برخې د جوړولو کار چې له دولسو کلونو راهیسې پیل شوی تراوسه نه دی بشپړ شوی.
سیګار په یوه نوي راپور کې چې تېره اوونۍ یې خپور کړی ویلي چې د ۲۳۳ کېلو متره سړک چې د فاریاب قیصار د بادغیس له لامان سره نښلوي، يوازې په سلو کې پنځلس برخه بشپړ شوی، خو دغه سړک ته د ځانګړې شوې بودجې یوه دریمه برخه پرې لګېدلې ده.
سیګار ناامني او محلي ټیکه داران د دغې پروژې په وړاندې یوشمېر عمده ستونزې بللي او ویلي یې دي چې تر اوسه د سړک جوړونې د دغې پروژې دولس کارګر یرغمل شوي او یو تن وژل شوی او ناامني هم د دې سبب شوې چې افغان چارواکي ټیکه دارانو ته د دغې پروژې په ورکولو کې له ستونزو سره مخ شي.