هغه ورځ چې شوروي اتحاد د برلېن لارې وتړلې
له ننه ۷۰ کاله اګاهو، د ۱۹۴۸ز کال د جون پر ۲۴مه پخواني شوروي اتحاد له غربي متحدینو سره د کرنسۍ یا اسعارو پر سر لانجه راغلله. لویدیز هېوادونو غوښتل چې په غربي جرمني کې نوې پیسې رایجې کړي. شوروي اتحاد له دې سره موافق نه وو. د همدې له کبله، مسکو غربي برلېن ته د رېل او ګاډو لارې وتړلې او اوبه یې ورباندې بندې کړې. د خوړو د ختمېدو او د برېښنا یا بجلۍ د قطع کېدو وېره پیدا شوه. د دې مسلې حل څه وو؟ غربي متحدینو پرېکړه وکړه چې برلېن ته به له هوايي لارو شیان رسوي. دا یو بېساری اقدام وو چې د ۱۹۴۹ز کال د مې تر ۱۲مې غربي هېوادونو مسلسل برلېن ته خواړه، اوبه، دواګانې او سونتوکي رسول. په اړه یې د مشال راډیو د خبرونو مرکزي څانګې ویډیو وګورئ.