افغانستان د پارس په ووشو جام سیالیو کې ۴م مقام خپل کړ
افغانستان د پارس په ووشو جام سیالیو کې څلورم مقام خپل کړ.
د افغانستان د بدني روزنې ریاست ویاند عارف پیمان نن ازادي راډیو ته وویل، د ووشو افغان ملي بغاړو د پارس جام په نړیوالو اویایم پړاو سیالیو کې د سپيو زرو یو او د برونزو دوه او هم یې د «ساندا» سیالیو په څانګه کې د سپینو زرو دوه او «تالو» یا اجرایي فورم په څانګه د برونزو یو مډال ترلاسه کړ.
دغه سیالۍ چې دوه ورځې وړاندې په ایران کې پيل شوې وې، تېره شپه پای ته ورسېدې.
د ښاغلي پیمان په خبره د پارس ووشو جام په سیالیو کې له یو شمېر هېوادونو څخه شاوخوا ۲۰۰ ورزشکارانو ګډون کړی وو.
په ترسره شوېو سیالیو کې ایران لومړی او دوهم، هند درېیم او افغانستان څلورم مقام خپل کړی.