کشاف: دیني عالمانو توافق وکړ چې د افغانستان جګړه توجیه نه لري
د افغانستان د عالمانو د سرتاسري شورا مشر مولوي قیام الدین کشاف وايي چې په سعودي عربستان کې د اسلامي عالمانو په نننۍ غونډه کې توافق وشو چې د افغانستان جګړه توجیه نه لري.
مولوي کشاف نن سې شنبه په جده کې د امریکا غږ خبریال ته وویل:
"غونډه مثبته وه، ښه تېره شوه، حق ته یې حق وویل، ټول علما پر دې موافق شول چې څه چې په افغانستان کې تېرېږي، د اسلام له نظره توجیه نه لري."
د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې په غونډه کې به پر وسله والو طالبانو غږ وشي چې ژر تر ژره او مخامخ د افغانستان له حکومت سره د سولې مذاکرو ته کېني.
په جده کې په نننۍ غونډه کې د افغانستان او نورو ۳۷ اسلامي هېوادونو معتبرو عالمانو ګډون درلود.
هغوی سبا چهارشنبه په مکه المکرمه کې سره ګوري.