د ۱۶ کلنو د فوټبال افغان ټيم د مرکزي اسیا په لوبو کې دوهم مقام ګټلی
د افغانستان ۱۶ کلنې فوټبال ملي لوبډلې د مرکزي اسیا فوټبال په سیالیو کې له دوو بریاوو او يوې ماتې سره دوهم مقام خپل کړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د ازبکستان د ۱۶ کلنو فوټبال ملي لوبډلې په دغو سیالیو کې خپلې ټولې لوبې وګټلې او وتوانېد چې د دغو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړي.
افغانستان په دغو سیالیو کې قرغزستان ته څلور د صفر او تاجکستان ته يو د صفر په وړاندې ماتې ورکړه، خو له ازبکستان نهیې لوبه ۴ د ۱ په وړاندې بایلوده.
د دغو سیالیو هدف، د ۱۶ کلنو ځوانانو اسیايي سیالیو ته د لوبډلو چمتووالی و.