د کونړ عالمان: د زورواکو نیول او قانون ته سپارل د ولسونو غوښتنه ده
په کونړ کې دیني عالمانو نن چهارشنبه د یوې غونډې په ترڅ کې د ولسمشر غني له خوا د زورواکو د زورکمولو او د هغوی د نیولو اقدام وستایه او ملاتړ يې وکړ.
د کونړ د دیني عالمانو شورا غړي مولوي نجیب الله حقیار د غونډې برخه والو ته وویل چې له ولسمشره يې څو څو ځله غوښتي چې باید په دولت کې د دننه زورواکو او قانون ماتوونکو خلاف دې اقدامات وکړې او نن يې چې څو تنه زورواکي او د ځمکو غاصبین نیولي، دوی او د کونړ ولسونه يې ملاتړ کوي.
دیني عالمان وايي، د دولت له وسله والو مخالفینو په دولت کې دننه زورواکي د حکومت لپاره ډېر خطرناک دي او که چېرته د دغو کسانو زور اوبه شي، نو په هېواد کې امنیت ټینګېدای شي او د پرمختګ لپاره ښې زمینې برابرېدای شي.
دوی وایي، دوی ته ټول زورواکي او قانون ماتوونکي یوشان دي او باید چې یو ډول پرې قانون پلی شي.