تېره اوونۍ د لوګر د محمد اغې ولسوالي ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول
وروسته له دې چې وسله والو طالبانو ښوونځیو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړ، د لوګر یو شمېر نور ښوونځي تړل شوي دي.
د لوګر چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو ښوونکو او زده کوونکو ته خبرداری ورکړ چې ښوونځیو ته لاړ نه شي.
د دوی په وینا طالبانو ویلي چې
تر هغو چې امنیتي ځواکونو د طالبانو پر ضد عملیات ونه دروي، ښوونځي به فعالیت ته پرېنږدي
.
تېره اوونۍ د لوګر د محمد اغې ولسوالي ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول.
د طالبانو د خبرداري له کبله د زده کوونکو ازموینې نیمګړې پاتې شوې.