په لوګر کې نور ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول
وروسته له دې چې وسلهوالو طالبانو ښوونځیو او زدهکوونکو ته خبرداری ورکړ، د لوګر یو شمېر نور ښوونځي تړل شوي دي.
د لوګر چارواکي وايي چې وسلهوالو طالبانو ښوونکو او زدهکوونکو ته خبرداری ورکړ چې ښوونځیو ته لاړ نهشي.
د دوی په وینا طالبانو ویلي چې تر هغو چې امنیتي ځواکونه د طالبانو پر ضد عملیات ونهدروي، ښوونځي به فعالیت ته پرېنهږدي.
تېره اوونۍ د لوګر د محمد اغې ولسوالۍ ښوونځي هم د طالبانو د خبرداري په خاطر وتړل شول.
د طالبانو د خبرداري له کبله د زدهکوونکو ازموینې نیمګړې پاتې شوې.