د نشه يي موادو یوشمېر قاچاق کوونکي په بند محکوم شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز څو کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور له یوه څخه تر پنځو کالو پورې په بند محکوم کړل.
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد موحد د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا شپږ کسان چې د لسګونو کېلو ګرامو نشه يي موادو د قاچاق په تور د افغان ځواکونو له خوا نیول شوي، د عدلي او قضايي مرکز په علني محکمه کې له یوه څخه تر پنځو کالو پورې په بند محکوم کړل.
ښاغلی موحد وايي، په تېره اوونۍ کې شپږ کسان له ۲۴ کیلو ګرامو تاریاکو، ۳۱ کیلو ګرامو کيمیاوي موادو، ۱۳۵ ليټره تېزابو او ۹۸۴ ګرامه شیشې سره نیول شوي او دوسیې یې په عدلي او قضايي مرکز کې د څېړلو په حال کې دي.