روحاني، پر ایران د بندیزونو په مسئله کې امریکا لاپسې منزوي شوې
د ایران ولسمشر وايي، پر هېواد يې د بندیزونو په مسئله کې امریکا لاپسې منزوي شوې ده.
حسن روحاني نن شنبه یوې حکومتي غونډې ته چې په مستقیم ډول په ټلویزیون خپرېده، وویل چې ایران د مقاومت او استقامت لاره غوره کړې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په تېره مې میاشت کې له ایران سره د نړیوالو قدرتونو له موافقې څخه د وتلو اعلان وکړ او پر تهران يې بیا هغه بندیزونه ولګول چې د ۲۰۱۵ میلادي کال د اټمي موافقې له مخې لېرې شوي وو.
دغو بندیزونو د ایران اقتصاد ته سخته ضربه ورکړې ده او له امله يې زیاتو نړیوالو شرکتونو او بنسټونو په ایران کې خپل فعالیت بند کړی دی.
د ایران جمهور رئیس وویل، د امریکا له بندیزونو سره سره ایران له نړیوالې ټولنې سره د اقتصادي اړیکو جوړولو ته دوام ورکړی دی.