FBI: روسیې امریکا کې د اختلافاتو لپاره پټو عملیاتو ته دوام ورکړی
د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې یا «اېف.بي. ای» ویلي چې روسیې د ناسمو خبرونو، پروپاګند او د امریکا په خلکو کې د اختلافاتو د تحریک لپاره پټو عملیاتو ته دوام ورکړی دی.
د «اېف.بي. ای» مشر کریسټوفر اې. ری پرون په کلورادو ایالت کې د اسپین امنیتي فورم غونډې ته وویل، ادارې ته یې څرګنده شوې چې مسکو په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې مداخله کړې وه.
کریسټوفر اې. ری وویل:
"روسیې هڅه کړې وه چې په وروستیو انتخاباتو کې مداخله وکړي او د خصمانه نفوذ عملیات یې تر نن ورځې دوام لري چې هدف یې پهدې هېواد کې ګډوډي او د تفرقې اچول دي."
ولسمشر پوتین وړاندیز کړی و چې امریکايي څېړونکي د روسیې د پوځي استخباراتو له هغو ۱۲ افسرانو سره چې د امریکا په ټاکنو کې په لاسوهنه تورن شوي، د کتنې لپاره روسیې ته ورشي.
پوتین په مقابل کې غوښتنه کړې وه چې روسیې ته له هغو امریکايي وګړوسره چې مسکو په نا څرګندو مسئلو کې مجرم پېژندلي، د خبرو اجازه ورکړل شي.
د «اېف.بي. ای» مشر کرستوفر رې پرون دا وړاندیزونه رد کړل، خو سپینې ماڼۍ ویلي چې غور ورباندې کوي.