د پکتیکا د مرکز ښرنې تفریحي پارک له سره رغول کېږي
د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې تفریحي پارک د ښاروالۍ له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ارزښت په اساسي ډول رغول کېږي او چارې یې نن ورځ رسماً پیل شوې.
په همدې اړه په جوړو شوو مراسمو کې د پکتیکا مرستیال والي انجنیر شېر بادشاه ارګوني وویل چې د مرکز ښرنې تفریحي پارک که څه هم پخوا جوړ شوی وو خو په وینا یې په ډېرو برخو کې ستونزې لري چې په بیا رغونې سره به یې یادې ستونزې هوارې شي.
ښاغلي ارګوني زیاته کړه، د پارک د ترمیم له چارو به په خپل وخت سمه څارنه کېږي څو چارې یې د قرارداد مطابق په اساسي شکل ترسره شي.
د پکتیکا مرستیال والي دغه راز وویل، هڅه به وکړي چې یاد پارک تر اساسي ترمیم وروسته خصوصي سکټور ته په قرارداد ورکړي څو له یوې خوا د ښاروالۍ ریاست عواید زیات شي او له بل لوري پارک ښه او منظم وساتل شي.
په همدې حال کې د پکتیکا ښاروال انجنیر عبدالکریم کټوازی وایي چې یاد پارک د جمهوري ریاست له لوري د شپږ میلیونه افغانیو په ځانګړې کمکي بودجه رغول کېږي چې چارې به یې د راتلوونکو شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي.