مؤحد: ۱۸ قاچق کوونکي له یوه نه تر ۱۰ کالو پر بند محکوم شول
له نشه يي موادو سره د مبارزې عدلي او قضايي مرکز اړوندو محکمو ۱۸ کسان د نشه يي موادو د قاچاقو په تور نیولي او له یوه څخه تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم کړي دي.
د عدلي او قضايي مرکز ویاند خالد مؤحد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې دا ۱۸ کسان چې د بېلابېلو امنیتي ادارو له خوا د نشه يي موادو د قاچاقو په ۱۳قضیو کې نیول شوي وو، د دوسیو تر بشپړېدو وروسته د محکمې په علني غونډو کې له یوه څخه تر لسو کالو پورې په بند باندې محکوم شول.
ښاغلی مؤحد وايي چې په تېره اوونۍ کې امنيتي ادارو په ۱۱ ولايتونو کې ۳۱ قاچاق کوونکي د نشه يي موادو د قاچاقو په تور ونیول چې په دوی کې دوې ښځې او يو ايرانی هم شامل دی.
له دوی سره ۱۴کیلو ګرامه هیروئين، ۷۸ کیلو ګرامه تریاک، ۱۶۶کیلو ګرامه چرس، ۳۰ ټابلېټ «K» ګولۍ او ۱۴کیلوګرامه شیشه هم نیول شوې ده.