د تکواندو افغان ملي لوبغاړي د کوریا او قزاقستان لوبغاړي مات کړل
د افغانستان د تکواندو ملي لوبغاړي محسن رضايي د کوریا او قزاقستان لوبغاړي مات کړل.
دا خبره نن د افغانستان د تکواندو د ملي ټیم روزونکي بشیر تره کي د محسن رضايي د ننیو لوبو له ویډیو سره یوځای خپره کړې ده.
محسن رضايي په ۵۸ کیلو وزن کې لومړی د قزاقستان لوبغاړی شل پر صفر مات کړ او بیا یې د جنوبي کوریا د تکواندوکار په وړاندې چې هېواد یې د تکواندو بنسټګر دی د څلورو نمرو په توپير بریا خپله کړه.
په دې سره د افغانستان لوبغاړي محسن رضايي د بُرنزو مډال وګاټه او وړاندې به د سرو زرو د مډال لپاره هم لوبه کوي.
په محسن رضايي سربېره د افغانستان د تکواندو غوره لوبغاړي د کوریا نړیوالو اوپن سیالیو ته ورغلي دي.
دا سیالۍ د جنوبي کوریا په کوربه توب پيل شوي چې په کې د ۶۵ هېوادونو استازیو برخه اخېستې.