د روسيې د بهرنیو چارو وزارت د بوتینا د خوشې کېدو کمپاین پیل کړ
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت پرون ناوخته د ټولنیزې شبکې ټویټر له لارې یو کمپاین پیل کړ چې په کې د ماریا بوتینا د خوشې کېدو غوښتنه کېږي.
ماریا بوتینا تېره اوونۍ د امریکا د تحقیقاتو د فدرالي ادارې یا «اېف.بي.ای» لهخوا د یوه بهرني اجنټ په توګه د فعالیت او دسیسې په تور نیول شوې ده.
هغه تورنه ده چې د امریکا د ټوپک د ځواکمنې ټولنې په ګډون يې په سیاسي ډلو کې د نفوذ او د روسيې د ګټو لپاره هڅې کړي دي.
روسي رسنیو ویلي دي چې په واشنګټن کې د روسيې قونسلګری پرون له مېرمن بوتینا سره په زندان کې لیدلي دي او ویلي يې دي چې د هغې روغتیايي حالت ښه دی.