په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کېږي
په سعودي عربستان کې د افغانستان د سولې په اړه خبرې کېږي.
د افغانستان د سولې عالي شورا د دارالانشا رئیس، محمد اکرم خپلواک نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان، سعودي عربستان، د متحدو ایالاتو او متحده عربي اماراتو استازي به د افغانستان د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د مذاکرو پر څرنګوالي بحث وکړي.
خپلواک ویلي چې دا څلور اړخیزه غونډه روانه اوونۍ، په ریاض کې کېږي.
د غونډې دقیقه نېټه یا وخت یې نه دی ښوول شوی.
طالبان په دې اړه خبرې نه دې کړې.