په غزني کې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نیول شوي
د روان کال په وروستیو میاشتو کې په غزني ولایت کې د نشه يي موادو لسګونه قاچاق کوونکي نیول شوي دي.
د غزني ولایت امنیه قوماندان فرید مشعل د سې شنبې په ورځ رسنیو ته وویل، دوی په تېرو شپږو میاشتو کې د نشه يي موادو ۳۱ قاچاق کوونکي نيولي او له دوی سره يې سلګونو کیلوګرامه نشه يي مواد هم نيولي چې د هېواد له جنوب څخه یې مرکز ته قاچاق کول.
ښاغلی مشعل له خلکو غواړي چې له نشه يي موادو سره د مبارزې په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
دی زیاتوي:
"له نشه يي موادو سره د مبارزې مدیریت ټولو امنیتي حوزو ته یو مفصل پلان جوړ کړی او د غزني له اوسېدونکو څخه غواړو چې هر چېرې د نشه يي موادو خرڅوونکي ويني، نېږدې پوستې ته دې خبر ورکړي. د قاچاق کوونکو او خرڅوونکو د نیولو هڅې مو ګړندۍ کړي دي، ترڅو نشه يي مواد له غزني څخه ورک کړو."
ښاغلی مشعل زیاتوي چې په دې وروستیو کلونو کې په غزني کې د کوکنارو کښت صفر شوی و، خو سږ بیا د اجرستان ولسوالۍ په ځینو سیمو کې چې د طالبانو تر واک لاندې ده، کوکنار کرل شوي دي.