د مالیزیا د "ایم اېچ ۳۲۱" الوتکې د تري تم کېدو علت لا هم معلوم نه دی
څېړونکي وايي، تر اوسه هم د مالیزیا د هوايي شرکت د اړوند (ایم اېچ ۳۲۱) الوتکې د تري تم کېدو علت څرګند نه دی.
دا بوینګ ۷۷۷ الوتکه څلور کاله مخکې له کولالمپور څخه پیکینګ ته روانه وه چې د ۲۰۱۴ میلادي کال د مارچ میاشتې په اتمه له راداره ورکه شوه.
په هغه راپور کې چې نن په دې اړه د اتلس کسیز څېړونکي هیئت له خوا خپور شوی، ویل شوي، څو چې د دې الوتکې ټوټې نه وي موندل شوي، د برخلیک په اړه به یې هر ډول اټکل نهايي نه وي.
ګومان کېده چې دا الوتکه په سمندر کې لوېدلې وي، خو د هند په سمندر کې د ۱۲۰ زره کیلومتره مربع سیمې له لټون وروسته هم، د دې الوتکې نښې نښانې پیدا نه شوې.
دا په تاریخ کې د لټون تر ټولو ستر عملیات بلل کېږي.
ددې پېښې په اړه د ترهګرۍ او یرغمل نیونې اټکلونه هم په فرضیاتو کې شامل دي.
هند، مالیزیا او استرالیا په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ددې الوتکې د لټون عملیات ودرول.