افغان کومانډو ځواکونو د طالبانو له زندانونو ۶۱ بندیان خوشې کړي
د افغان کومانډو ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې د طالبانو له دوو زندانونو څخه ۶۱ بندیان خوشې شوي دي.
دفاع وزارت د جمعې په ورځ یوې خبرپاڼې کې ویلي چې د ملي اردو کومانډو سرتېرو تېره شپه د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو پر دوو زندانونو عملیات کړي.
خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۶۱ بندیان چې د طالبانو دې زندانونو کې ساتل کېدل، خوشې شوي، یو زندان ساتونکی وژل شوی او اووه تنه نور نیول شوي دي.
د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې له دې زندانونو څخه د خوشې شویو کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویل شوي.
وسله والو طالبانو هم تر اوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.