په کندز کې د غیرمسؤلو وسله والو یو مشهور قوماندان نېول شوی
د کندز پولیس وايي چې دوی د دې ولایت په خان اباد ولسوالۍ کې د غیرمسؤلو وسله والو یو مشهور قوماندان نېولی دی.
د دغه ولایت امنیتي چارواکي وايي چې دغه نیول شوی قوماندان عبدالمتین صمدي نوميږي چې په متینک یې شهرت درلود.
د کندز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني رسنیو ته یې وویل چې پرون ماښام ناوخته د خان اباد ولسوالۍ ملي پولیسو د یو لړ تحرکاتو په نتیجه کې، قوماندان عبدالمتین چې په متینک شهرت لري د یوې لنډې نښتې وروسته له یوه ساتونکي سره یوځاي ونېوه.
ښاغلي نورستاني زیاته کړه چې دغه غیرمسؤل وسله والو قوماندان په ناامنیو، ترور، قتلونو، سړي تښتوونو، د خلکو پر ځورونو، وسله والو غلاو او د قانون ماتونو په ګڼو پېښو کې لوی لاس درلود، ونیول شو او اوس مهال د امنیتي ځواکونو په بندخونه کې دی او له پلټونو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل کېږي.
دغه خپلسری وسله وال قوماندان په داسې حال کې په خان اباد ولسوالۍ کې د دولتي ځواکونو له خوا نېول کېږي چې له دې وړاندې ازادي راډیو په دې ولایت کې د خپلسرو وسله والو د بې ځایه ځورونو او خپلسریو په اړه په وار وار راپورونه خپاره کړي وو.