پامپیو: شمالي کوریا د خپلو کړو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلې
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو وایي، شمالي کوریا د اټمي وسلې د له منځه وړلو د ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلې او لا یې هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له ډېرو مقرراتو سرغړونې ته دوام ورکړی دی.
مایک پامپیو نن جمعه په سنګاپور کې د آسیا امنیتي غونډې دمخه خبریالانو ته وویل چې د پیونګ یانګ د اټمي وسلې د له منځه وړلو هدف ته د رسېدو لپاره لا هم یو واټن په منځ کې شته.
د پامپیو دا څرګندونې وروسته له هغه کېږي چې سپینې ماڼۍ تېره ورځ اعلان وکړ چې د امریکا ولسمشر د شمالي کوریا له مشر کیم جونګ اون څخه یو نوی لیک ترلاسه کړی او سمدستي یې ددې لیک ځواب ورکړی دی.
ډونالد ټرمپ تېره ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه د شمالي کوریا له مشر څخه د لیک لپاره مننه کړې وه او لیکلي یې وو:
"زه په تمه یم چې ژر له سره ووینم."
سپینې ماڼۍ ددې لیک او هم د ولسمشر ټرمپ د ځواب په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.