ټرمپ: منافورټ له یوه اوکرایني سوداګره میلیونونه ډالر ترلاسه کړي
د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین د مشر، پال منافورټ د کاروبار ملګري، ریک ګېټس پهدې اړه چې له منافورټ سره یې د میلیونونو ډالرو ترلاسه کولو په برخه کې مرسته کړې، جزئیات څرګند کړي او ویلي یې دي چې منافورټ له یوه اوکرایني سوداګره میلیونونه ډالر تر لاسه کړي دي.
ریک ګېټس پرون د «دوشنبه، اګسټ شپږمه» واشنګټن ته نېږدې، د امریکا یوې محکمې ته دا بیان ورکړ او قاضي ته یې څرګنده کړه چې یوه اوکرایني تجار پال منافورټ ته په اوکراین کې د سیاسي مشاورې لپاره میلیونونه ډالر ورکړي وو.
ریک ګېټس وویل چې دا پېسې هغو بانکي حسابونو ته استول شوې وې چې په قبرس کې د منافورټ په نوم جوړ شوي وو.
څارنوالانو پر منافورټ د مالیې په برخه کې د درغلي تور لګولی او ویلي یې دي چې هغه له اوکرایني تجارانو تر ۶۰ میلیونه زیات ډالر تر لاسه کړي، خو له مالیې د ځان خلاصولو لپاره یې د دې پانګې ډېره کمه برخه حکومت ته ورښکاره کړې ده.
پال منافورټ د لنډې مودې لپاره په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د امریکا د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د ډونالډ ټرمپ د انتخاباتي کمپاین مشر و، خو د اوکراین له شړل شوي ولسمشر، ویکتور یانکوویچ سره د کاري ارتباط له امله یې استعفا کړې وه.