لوګر چارواکي: پر ازره ولسوالۍ د حملې شدت په کمېدو دی
د لوګر امنیتي چارواکي وايي چې پر ازره ولسوالۍ د حملې شدت د کمېدو په حال کې دی.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند، شاه پور احمدزي نن «سې شنبه، د اګسټ اوومه» ازادي راډیو ته وویل چې پر ازره ولسوالۍ تېره شپه له څو خواوو حمله پېل شوه چې لا هم روانه ده.
احمدزي وویل، په سیمه کې د افغانستان امنیتي ځواکونه مقاومت کوي او هوايي عملیات هم پېل شوي دي.
د ازرې ولسوالۍ یوه اوسیدونکي او د ولایتي شورا غړي، عبدالولي وکیل نن د ازادي راډیو خبریال ته وویل چې ازرې ولسوالۍ ته تللې لارې له ډېرو ورځو راهیسې بندې دي.
وسلهوالو طالبانو پهدې اړه خبرې نهدي کړي.