ناټو ته د روسیې د صدراعظم خبرداری
د روسیې صدراعظم ناټو ته خبرداری ورکړ چې ګرجستان ته په دې تړون کې د غړیتوب ورکول "خراب" بحران ته لاره ورکولائ شي.
دیمیتري میدفیدیف پرون دوشنبه د روسیې له یوې راډیو، "کومیرسانت FM" سره په مرکه وویل چې په ناټو کې ګرجستان ته غړیتوب ورکول " غیر مسئولانه" کار دی او سولې ته " ګواښ" پېښولائ شي.
د ناټو عمومي منشي ینس سټولټبنرګ تېره میاشت، په بروکسل کې د غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې ټینګار وکړ چې ګرجستان به د ناټو غړی شي خو دقیقه نېټه یې څرګنده نه کړه.
په ناټو کې د ګرجستان د غړیتوب په اړه د روسیې د صدراعظم خبرې نن خپرې شوې چې د ګرجستان او روسیې د لنډې جګړې له لسمې کلیزې سره برابره ده.
ګرجستان د ۲۰۰۸ مېلادي کال د اګست په اومه جنوبي اوستیا ته پوځیان واستول څو داسیمه د روسیې له پلویانو بېلتون غوښتونکو ونیسي.
خو د روسیې ځواکونه سیمې ته ورغلل او د ګرجستان قواوو ته یې په څو ورځو کې ماته ورکړه.