د داعش ډلې د مشر البغدادي صوتي پیغام خپور شوی
د اسلامي دولت سخت دریځي ډلې مشر ابوبکر البغدادي په یوه صوتي پیغام کې چې هغه ته منصوب او په یوه کال کې د هغه لومړنی پیغام بلل کېږي، خپل پلویان دې ته هڅوي چې په نړۍ کې د خپلو دښمنانو په وړاندې جګړې ته دوام ورکړي.
دغه ۵۴ دقیقه یي پیغام د دغې سخت دریځې ډلې د الفاروق فونډیشن د رسنیو څانګې د چهارشنبې په ورځ خپور کړی دی.
د البغدادي د اوسېدو او داچې ایا هغه ژوندی دی که مړ، په اړه په وروستیو کې ضد ونقیض راپورونه خپاره شوي دي.
له کله چې بغدادي د ۲۰۱۴ کال په جون کې خلافت اعلان کړ، له هغه راهیسې دې ډلې په عراق او سوریه کې د ترخپلې ولکې لاندې سیمې په سلو کې نوي برخه له لاسه ورکړې ده.
وروستی ځل د بغدادي صوتي پیغام د ۲۰۱۷ کال په سپټمبر کې خپور شوی و چې هغه پکې له خپلو پلویانو غوښتي وچې له هرې وسلې څخه په استفاده هر چېرې چې وي خپل دښمنان ووژني.
له هغې وروسته دغې ډلې د نړۍ په مختلفو برخو کې د یوشمېر حملو مسولیت اخیستی دی.
په نوي صوتي پیغام کې بغدادي د لوی اختر او د یوه امریکایي پادري د توقیف پرسر د ترکیې او امریکا ترمنځ د لانجې په ګډون د یولړ روانو چارو په اړه خبرې کوي.
که دا ثابته شي چې په دغه صوتي پیغام کې غږ د بغدادي دی نو د هغه د مړینې راپورونه به غلط ثابت شي.
بغدادي وایي، امریکا د خپل موجودیت په ټول تاریخ کې نن ورځ له تر ټولو ناوړه حالت سره مخامخ ده او روسیه هم په منځني ختیځ کې د نفوذ پرسر له امریکا سره پرسیالۍ اخته ده.