په یمن کې د سعودي په مشرۍ ائتلاف یوه مسؤل بریدګر ته د سزا ژمنه وکړه
ائتلاف دا خبره پرون شنبه وروسته له دې وکړه چې پر هغه نړیوال فشار واچول شو چې د یمن په کورنۍ جګړه کې د ملکیانو د مرګ ژوبلو د مخنیوي لپاره نور اقدامات وکړي.
په دې جګړه کې چې درې نیم کاله پخوا پیل شوې، تراوسه پورې نېږدې ۱۰ زره تنه وژل شوي چې اکثره یې بې ګناه ملکیان دي.
سعودي عربستان او سُني متحدان یې په یمن کې د ایران له ملاتړه له برخمنو حوثي یاغیانو سره جنګېږي.
د مرکز صنعا په ګډون د شمالي یمن زیاته برخه د حوثیانو په کنټرول کې ده.