د کندز عالمان: په ټاکنو کې د ښځو ګډون د هغوی قانوني او مدني حق دی
د کندز یوشمېر دیني عالمان په ټاکنو کې د ښځو ګډون د هغوی قانوني او مدني حق بولي.
د کندز یوشمېر دیني عالمان په سیاسې بهېرونو او په ځانګړې توګه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ښځو ګډون د هغوی له قانونې او مدنې حقونو څخه یادوي او ټينګار کوي چې په راتلونکو ټاکنو کې د ښځو د ګډون په خاطر باید له ټولو امکاناتو ګټه واخيستل شي.
دغه عالمان وايي چې ناسم رواجونه، دودونه او بې سوادي په ټولنه کې له لویو ستونزو ګڼل کېږي چې له کبله یې ښځې نشي کولای چې د ټاکنو په پروسه کې ګډون وکړي، خو دغه عالمان ژمنه کوي چې دوی په دې برخه کې خلکو ته پوره پوهاوی ورکوي، ترڅو د شته ستونزو او ننګونو لمن راټوله شي.
بل خوا په کندز کې یوشمېر مدني فعالانې ښځي د دیني عالمانو له لوري خلکو ته د ښځو د سیاسي حقونو په اړه پوهاوي ورکولو څخه هرکلی کوي او وايي، که چېرې دیني عالمان په دې برخه کې کوټلې ګامونه پورته کړي، نو ډېر ژر به په ټولنه کې موجودو ستونزو ته د پای ټکی کېښودل شي.
د معلوماتو پربنسټ، په کندز کې څه باندې ۱۷۰ تنو خپل نومونه د ولسي جرګې او د ولسوالیو شوراګانو په ټاکنو کې د ګډون په خاطر ثبت کړي چې څه باندې ۳۰ سلنه یې ښځې دي.