اسلام اباد له کابل سره د وارداتو په برخه کې د اسانتیاو ژمنه کړې
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې کابل ته د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر شاه محمود قریشي د سفر پر مهال له افغانستانه د وارداتو په برخه کې د اسانتیاو رامنځته کولو ژمنه شوې ده.
د پاکستان د بهرنیو چارو له وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه سفر پر مهال افغان چارواکو او پاکستاني پلاوو د دواړو هېوادونو په اقتصادي موضوعاتو او شته ستونزې هم خبرې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې پاکستان د افغان سوداګرو د لا اسانتیا په هدف، پاکستان ته د افغان وارداتو په اوسنۍ تګلاره کې بدلون راولي.
دا په داسې حال کې ده چې د داوړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي اړیکو د کړکېچ له امله سوداګریزه راکړه ورکړه تر بل هر وخت کمه شوې ده.