سبا دوشنبه افغانستان او سریلانکا له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته وځي
د کرکټ د اسیا کپ سیالیو په درېیمه لوبه کې سبا دوشنبه افغانستان او سریلانکا له یو بل سره د سیالۍ ډګر ته وځي.
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سريلانکا له بنګله دېشه ماته خوړلې او له افغانستان سره په لوبه کې به پوره هڅه کوي چې سیالي په خپل نوم کړي.
دغه سیالۍ تېره ورځ په متحده عربي اماراتو کې پیل شوې.
د دې سیاليو په دوهمه لوبه کې نن پاکستان د هانګ په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.
د اسیا کپ په دغو سیالیو کې د افغانستان ترڅنګ، بنګله دېش، سريلانکا، هندوستان، پاکستان او هانګ لوبېږي.
افغانستان، سريلانکا او بنګله دېش په بي ګروپ کې ځای لري.
په ای ګروپ کې بیا پاکستان، هندوستان او هانګ کانګ له یو بل سره مخامخ دي.
که افغانستان په لومړي پړاو کې یوه سیالي هم وګټي، نو دوهم پړاو ته يې د تګ چانس پيدا کېږي او هلته به له هندوستان او یا هم پاکستان سره خپل زور ازمايي.