د ویتنام ولسمشر ټران ډای کوانګ د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو
د ویتنام رسمي رسنیو اعلان وکړ چې د دې هېواد ولسمشر ټران ډای کوانګ، د ورپېښې ناروغۍ له کبله د ۶۱ کلونو په عمر مړ شو.
د ویتنام رسمي خبري اژانس نن وویل، ولسمشر ټران ډای نن سهار په سیمهییز وخت پنځه بجې او لس دقیقې په روغتون کې ساه ورکړه.
پهدې اړه زیات معلومات نهدي ورکړل شوي.
ټرای ډان کوانګ په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د بې سیاله کاندید په توګه د کمونېست ګوند لهخوا د ویتنام د جمهوري ریاست پر څوکۍ ټاکل شوی و.