دفاع وزارت: عملياتو تر ١٠٠ زيات مخالف وسله وال وژلي
د افغانستان دفاع وزارت په بېلابېلو پوځي عملياتو کې د دولت تر ١٠٠ د زياتو مخالفو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړى دى.
دغه وزارت ويلي چې دغه پوځي عمليات په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په ننګرهار، غزني، پکتيا، خوست، کندهار، زابل، ارزګان، بادغيس، هرات، فارياب، بغلان، سرپل او هلمند ولايتونو کې شوي دي.
د دفاع وزارت په نننۍ اعلاميه کې ادعا شوې چې په دغو عملياتو کې د داعش جنګياليو په ګډون ١١٩ وسله وال وژل شوي، ١٨ تنه نيول شوي، ٤١ تنه ټپيان شوي دي.
ويل شوي په دغو عملياتو کې ځينې وسله وال او د هغوى مهمات نيول شوي هم دي.
د دولت کومې مخالفې ډلې د وزارت د ادعا په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.