افغانستان پاکستان ته د ٢٥٨ منډو هدف وټاکه
په ابوظبۍ کې د افغانستان او پاکستان د کرکټ ملي ټيمونو ترمنځ يوورځنۍ نړيواله مسابقه روانه ده.
افغانستان د اسيايي جام د دې مسابقې ټاس يا پچه وګټله او د بېټنګ کولو پرېکړه يې وکړه.
په ټولو پنځوسو اوورونو کې يې د 6 لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٥٧ منډې وکړې.
د کرکټ بورډ مطبوعاتي مسوول فريد هوتک نن ازادۍ راډيو ته وويل، د کرکټ ملي ټيم پر خپل چمتووالي ډېره خواري کړې ده:
”لوبډله د دې سيالۍ لپاره پوره چمتووالى لري. د اسيايي جام د سياليو تر پيل مخکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په متحده عربي اماراتو کې د دوو اوونيو لپاره تمريناتي کمپ ترسره کړى دى. لوبډله پوره چمتووالى لري او ان اشا اله د پاکستان په وړاندې به هم نن ښه وځلېږي.“
افغان لوبډلې د اسیايي جام په لوبو کې تېره شپه د بنګله دېش لوبډلې ته په لوی توپیر سره ماتې ورکړه.
افغانستان په خپله لومړۍ مسابقه کې سريلانکا ته هم ماتې ورکړې وه.