په پروان کې د انګورو د جوس جوړولو يوه کارخانه جوړه شوه
په پروان ولایت کې د انګورو د جوس جوړولو يوه کارخانه د پنجشنبې په ورځ ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د دغه ولایت د کرنې رئیس کبیر فرازم نن شنبه ازادي راډیو ته وویل چې د دغې کارخانې د تولید ظرفیت په يوه ساعت کې لس ټنه دی.
نوموړی وايي، دغه کارخانه د خصوصي سکټور له خوا د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د ۵ میليونو امریکايي ډالرو په ارزښت جوړه شوې ده.
دی وايي، د دغې کارخانې د جوړولو هدف د داخلي تولیداتو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدل دي.