چارواکي: په جوزجان کې هوایي برید اته وسله وال طالبان وژلي
دا خبره د جوزجان امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني نن سې شنبه سهار ازادي راډیو ته وکړه.
هغه وویل چې افغان هوايی ځواکونو په قرقین ولسوالۍ کې پر طالبانو بمبار کړی او د اتو تنو په وژلو سربېره یې د هغوی اتلس تنه ټپيان کړي هم دي.
د جوزجان د امنیې قوماندان په خبره، په سیمه کې له نن سهار پنځو بجو پلي افغان پوځیان هم له طالبانو سره په جنګ بوخت دي چې تر اوسه یو افغان سرتېر وژل شوی او یو بل ټپي دی.
د ویلو ده چې د جګړې او نا امنیو په سبب د قرقین ولسوالۍ ګڼ اوسېدونکي د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.