د کرکټ د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن دوه سیالۍ ترسره کېږي
د افغانستان د کرکټ د غوره لیګ سیالیو یا APL په لړ کې نن دوه سیالۍ ترسره کېږي.
په لومړۍ سیالۍ کې کابل او بلخ مخ کېږي او بله لوبه ننګرهار له پکتیا لوبډلې سره کوي.
لومړۍ سیالي د افغانستان په وخت مازدیګر ۴ بجې او ۳۰ دقیقې او دوهمه ماسختن ۸ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.
د دغو سیالیو د تېرې ورځې په لوبو کې بلخ پکتیا او کندهار ننګرهار ته ماته ورکړه.
دا په روانو سیالیو کې د کندهار لوبډلې لومړۍ بریا وه، خو دغه لوبډله لا هم د سیالیو د جدول وروستی ټیم دی، بلخ لوبډله بیا د ۸ نومرو په درلودلو سره د جدول په سر کې ځای لري.
دغه سیالۍ چې د روانې میلادي میاشتې په ۵ مه په متحده عربي اماراتو کې پیل شوي، تر دې دمه يې ۱۳ سیالۍ ترسره شوي او لس سیالۍ نورې پاتې دي.