په هرات کې د تروریستي حملو د پلان په شک دوه تنه نیول شوي
د هرات ولايت مسوولان وايي د ملي امنيت رياست دوه کسان د تروريستي حملو د پلان په شک نيولي دي.
دغه کسان تورن دي چې د هرات په دوو ساحو کې يې په وروستيو چاودنو کې لاس درلود او غوښتل يې د انتخاباتو په ورځ بيا تروريستي بريدونه پلان کړي.
د والي وياند جيلاني فرهاد وويل، له دغو کسانو مهمات او نور مواد نيول شوي دي:
"دوى مهمات او هغه مواد چې د ماينونو او نورو منفجره وسيلو په جوړولو کې ورڅخه استفاه کېږي، هرات ته انتقال کړي وو. دا ښيي چې دوى لوى هدف درلود، دوى غوښتل په ښاريانو کې نوره هم وېره خپره کړي، خو دوى مخکې تر دې چې خپل هدف ته ورسېږي، د امنيتي ځواکونو له خوا ونيول شول."
دغه کسان په داسې حال کې نيول کېږي چې په هرات کې په وروستۍ مياشت کې چاودنو خلک اندېښمن کړي دي.