طالبانو په جوزجان کې تښتول شوي کسان خوشې کړل
د جوزجان ولايت د فيض اباد ولسوالۍ هغه اووه کسان نن سهار خوشې شول چې وسله والو طالبانو تښتولي وو.
د جوزجان د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر کمال الدين ياور نن ازادي راډيو ته وويل وسله والو طالبانو ٨ کسان تېره شپه تښتولي وو چې يو تن يې وژلى دى.
د امنيت امر وايي وژل شوى کس علاوالدين سرمعلم نومېږي چې ورور يې په فيض اباد ولسوالۍ کې د پوليسو يو قوماندان دى.
وسله والو طالبانو د پېښې په اړه تبصره نه ده کړې.