روسیه د اټمي تړون په اړه د امریکا د پوښتنو د ځوابونو طرحه جوړوي
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، مسکو د هغو پوښتنو په اړه د ځوابونو په طرحه کولو کار کوي چې امریکا په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اټمي وسلو د مهم تړون په اړه کړې دي.
لاوروف د روسيی ټلویزون ته نن وویل، د امریکا د ملي امنیت سلاکار جان بولټن له مسکوه په خپله وروستۍ کتنه کې له ولسمشر ولادمیر پوتین سره د خپل هېواد اندېښنې شریکې کړې دي.
امریکا او روسيې په ۱۹۸۷ کال د منځني واټن ویشتونکو توغندیو چې اټمي سروکي انتقالولای شي، د کنټرول تړون لاسلیک کړ.
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره اوونۍ له دې تړون څخه د وتلو خبرداری ورکړ.
ولسمشر ټرمپ ویلي، روسیه له دې تړونه سرغړونه کوي او چین هم باید په کې شامل شي.
روسيې بیا ویلي دي چې مسکو دې تړون ته په بشپړ ډول ژمن دی او که امریکا ترې ووځي، نو خطرناکې پایلې به ولري.