د بنګله دېش د کرکټ غوره لیګ سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي وپېرل شول
د بنګله دېش د کرکټ د غوره لیګ شپږم پړاو سیالیو ته ۷ افغان لوبغاړي واخېستل شول.
د لوبغاړو د پېر مراسم نن يکشنبه په بنګله دېش کې وشول چې بېلابېلو ۷ لوبډلو په کې د خپلو لوبډلو لپاره غوره لوبغاړي وپېرل.
د بنګله دېش غوره لیګ سیالیو بولۍ ته شااوخوا ۳۰ افغان لوبغاړي نومول شوي وو چې له ډلې یې نجیب ځدراڼ او شهزاد محمدي چټاګنګ لوبډلې، ګلبدین نایب سهلیټ سکسر ،ظاهر خان کهلنا ټایټینز ،حضرت ځاځی ډهاکه ډینامیټس ،وقار سلام خېل کومیلا وکټورینز او قیس احمد بیا رچشهي کینګنز لوبډلې واخيستل.
راشد خان ارمان، نبي عیسی خېل او مجیب ځدراڼ د اسټرالیا بګ باش سیالیو کې د بوختیاوو له امله د لوبغاړو په بولۍ کې شامل نه وو.
ټاکل شوې دغه سیالۍ ۶۹ ورځې وروسته د ۲۰۱۹ میلادي کال د جنورۍ په پنځمه پيل شي.