ولسمشر غني نن د لوی کندهار د حوزې له ځينو مشرانو او استازو سره وکتل
افغان ولسمشر نن د لوی کندهار د حوزې له یوشمېر مشرانو او استازو سره وکتل او په دې سیمه کې پر وروستیو تغیراتو یې خبرې ورسره وکړې.
د ارګ خبرپاڼه وايي، جمهور رئیس غني په دې غونډه کې پرېکړه وکړه چې په کابل کې د حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر ته تللې لار د کندهار د پخواني امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق اڅکزي په نوم کړي.
ښاغلي غني ویلي چې د هغه د قبر د جوړلو چارې به هم ډېر ژر پېل شي.
ولسمشر د کندهار له خلکو مننه کړې چې د شنبې په ورځ يې د ولسي جرګې په ټاکنو کې یې ښه برخه اخیستې ده.
د کندهار قومي مشرانو او د خلکو استازو چې نن یې له ولسمشر سره کتلي، غوښتنه کړې چې په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو تجهیز ته پام وشي او د ولسي جرګې په ټاکنو کې د لاسوهنې مخنیوی وشي.