سېزار سایوس د ضمانت له حقه پرته د امریکا په زندان کې ساتل کېږي
هغه مشکوک سړی چې د پخواني ولسمشر بارک اوباما په ګډون، د ډموکرات ګوند یوشمېر پېژندل شویو غړو او د ولسمشر ډونالد ټرمپ ځیني منتقدانو ته یې له چاودېدونکو موادو ۱۴ ډک سلنډرونه یا پيپونه په پوسته کې ور استولي وو، په توقیف کې ساتل شوی دی.
محکمې پرېکړه کړې چې سېزار سایوس د ضمانت له حقه پرته، په توقیف کې وساتل شي.
هغه په محکمه کې غلی و او قاضي یې اتهام لیک ولوست.
سایوس ۵۶ کلن دی او د راتلونکې جمعې په ورځ بیا محاکمه کېږي.
پر هغه د امریکا یوه پخواني ولسمشر ته د تهدید په ګډون، پنځه تورونه لګېدلي دي.
د امریکا د استخباراتو فدرالي ادارې پرون دوشنبه وویل چې د جورجیا ایالت په پوسته کې هم یوه مشکوکه بسته موندل شوې چې د سي ان ان ټلوېزیون په ادرس استول شوې وه.