د تورخم دورازه بيا پرانيستل شوه
په تورخم کې چارواکي وايي د خوګاخېلو د قام د مظاهرې له وجې يې نن (د اکتوبر په دېرشمه) د لږ وخت لپاره د تورخم دروازه تړلې وه. دغه چارواکي د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته نن وويل چې کوښښ کوي د مظاهره چيانو ستونزې حل کړي.