ناروې په اوسلو کې د ایران سفیر احضار کړی
ناروې په اوسلو کې د ایران سفیر احضار کړی، څو په ډنمارک کې د یو عرب ایراني د وژلو د مشکوک پلان په اړه ورته اعتراض وسپاري.
ویل کېږي چې په دې پلان کې د ناروې ایراني ټبری تبعه ښکېل دی.
ډنمارک د چارشنبې په ورځ وویل، دوی شک لري چې د ایران استخباراتي ادارې هڅه کړې، څو د دوی پر خاوره ترور ترسره کړي.
دې هېواد پر تهران د اروپايي ټولنې له خوا د نویو بندیزونو غوښتنه کړې.
سویډني پولیسو ویلي، یو ایرانی ټبری نارویژی یې د اکټوبر په ۲۱ مه د ترور له دې طرحې سره د ارتباط په تور نیولی او ډنمارک ته یې سپارلی دی.
د ناروې د بهرنیو چارو وزیرې اینې ایرکسین سورایده ویلي:
"هغه څه چې په ډنمارک کې یې هڅه شوې او دا چې یو ایرانی ټبری نارویژی پکې ښکېل دی، زموږ لپاره جدي مسله ده."
نوموړې ویلي، په اوسلو کې یې د ایران سفیر ته په لیدنه کې ویلي، هغه فعالیتونه چې په ډنمارک کې لیدل شوي، د منلو نه دي.
ویل کېږي چې د ترور د دې طرحې هدف د اهواز د خپلواکۍ لپاره د عرب هڅو د غورځنګ د ډنمارک د څانګې مشر و.
مشکوک نیول شوي ایراني ټبري نارویژي او د ایران حکومت دا تور رد کړی دی.