د اسرایلو صدراعظم ایران د اسلامي وسله والو تر ټولو پیاوړی ځواک بللی
د اسرایلو صدراعظم بینیامین نتانیاهو ایران د اسلامي وسله والو تر ټولو پیاوړی ځواک بللی دی.
نوموړی وايي، ده اروپايي مشرانو ته د دوی پر خاوره د ایران د ممکنو بریدونو په اړه خبرداری ورکړی و.
نتانیاهو چې د پنجشنبې په ورځ یې په صوفیه کې له خپل بلغاریايي سیال سره تر لیدنې وروسته رسنیو ته خبرې کولې، وویل چې دا اسلامي نړۍ ته یو ګواښ دی او اسرایلو په وروستیو کې د ایران ځینې هغه طرحې په ډاګه کړي چې غواړي په اروپا کې بریدونه ترسره کړي.
نتانیاهو په دې اړه نور جزیات ورنه کړل.
په وروستیو میاشتو کې په ډنمارک او فرانسه کې د ایران د حکومت د اپوزیسيون پر ډلو او شخصیتونو د ځینو بریدونو د طرحو راپورونه خپاره شوي چې ویل کېږي، د ایران استخباراتي ادارې په کې لاس لري.
اسرایلو په روان کال کې د یوازني هېواد په توګه د امریکا د ولسمشر ډنالد ټرمپ د هغې پرېکړې ملاتړ وکړ چې د ایران او نړۍ د پیاوړو هېوادونو ترمنځ د ۲۰۱۵ میلادي کال له اټمي تړونه یې امریکا وویسته او پر دې هېواد یې له سره بندیزونه ولګول.
اروپايي هېوادونه جرمني او فرانسه وايي، لا هم له ایران سره دې اټمي تړون ته ژمن دي.