بریتانیا د ۲ مشکوکو روسانو په اړه نوې ویډیويي تصویرونه خپاره کړل
د بریتانیا پولیسو د هغو دوو مشکوکو روسانو په اړه نوې ویډیويي تصویرونه خپاره کړي چې ویل کېږي د مارچ په میاشت کې یې د سالزبري په ښار کې پخواني روسي جاسوس سرګي سکریپال او د هغې لور یولیا مسموم کړي وو.
دا دوه کسان الکساندر پیټروف او روسلان باشیروف د سېپټمبر په میاشت کې په دې کیمیاوي برید کې د لاس لرلو په خاطر په غیاب کې محکوم شوي دي.
هغه ویډیويي تصویرونه چې د بریتانیا پولیسو پرون پنجشنبه خپاره کړي، په کې څرګندېږي چې دا دوه روسان د مارچ په څلورمه نېټه د سالزبري ښار ته رسیدلي او هلته د قدم وهلو په حال کې لیدل کېږي.
دا هماغه ورځ وه چې سرګي سکریپال او لور یې یولیا سکریپال په یوه څوکۍ د بې هوښۍ په حال کې وموندل شول.
د جون د میاشتې په ۳۰مه نېټه یو بل تن د سالزبري په څېرمه ښار ایمزبري کې مسموم شو چې ورسره یو بوتل عطر وموندل شول.
په دې بوتل کې د نويچوک په نوم د عصابو فلجونکي کیمیاوي مواد وموندل شول چې په پخواني شوروي کې جوړېدل.
یوې مېرمنې چې په دې پېښه کې مسمومه شوې وه، وروسته ساه ورکړه.
دې پېښو د روسیې او لویدیځ اړیکې نورې هم ترینګلې کړې او له کبله یې امریکا او اروپايي ټولنې پر روسیې نوي بندیزونه ولګول.
همدارنګه دواړو لورو د یو بل یو شمېر ډیپلوماټان هم له خپلو هېوادونو وایستل.