ټرمپ: په مناسب وخت کې به یو شمېر په زړه پورې کارونه ترسره کړو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پرون داسې وښوده چې ښايي نوموړی د لومړي ځل لپاره په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره وګوري.
د «Thanksgiving» یا شکرانې د ورځې د رخصتۍ په مناسبت ولسمشر ټرمپ په افغانستان کې له امریکايي سرتېرو سره په ټیلیفوني خبرو کې یو امریکايي نظامي افسر ته وویل:
"زه به کله چې ته بېرته امریکا ته راستون شې، تا وګورم او یا ښايي هلته درسره وګورم. ته نه پوهېږي چې څه پېښیږي."
کله چې له ولسمشر ټرمپ څخه وروسته خبریالانو افغانستان ته د سفر په اړه وپوښتل، نوموړي وویل:
"په مناسب وخت کې به موږ یو شمېر په زړه پورې کارونه ترسره کړو."
د امریکا د پوځ اعلی سرقوماندانانو په دوامداره توګه د جګړې په سیمو کې امریکايي سرتېرو سره کتلي، خو پر ولسمشر ټرمپ له دې کبله انتقاد کېږي چې د ولسمشرۍ دوه کاله یې تېر شوي خو نوموړی تراوسه هغو سیمو ته سفر نهدی کړی چې امریکايي سرتېري په کې په جګړه بوخت دي.
تر ولسمشر ټرمپ مخکې د امریکا دوو پخوانیو ولسمشرانو بارک اوباما او جورج بوش افغانستان او عراق ته چې امریکايي سرتېري په کې په جګړو کې ښکېل دي وخت په وخت سفرونه کړي وو.
ولسمشر ټرمپ پرون همدارنګه خبریالانو ته وویل
"موږ د افغانستان په اړه په ډېرو قوي مزاکراتو کې ښکېل یو"
خو نوموړي ونه ویل چې ایا دا خبرې اترې مستقیمې له طالبانو سره دي کهنه؟
طالبانو ویلي چې دوی په وروستیو میاشتو کې د امریکايي استازو په قطر کې لږ تر لږه درې ځلې کتلي دي.