د پاکستان په اورکزۍ سيمه کې بمي چاودنې ۲۷ کسان وژلي
د پاکستان د خېبرپښتنونخوا ایالت د اورکزیو اېجنسۍ په کلايي سیمه کې په انتحاري حمله کې ۲۷ تنه وژل شوي او ۵۵ تنه زخمیان شوي دي.
چاودنه د جمعې بازار په یوه مېله کې د خلکو په ګڼه ګوڼه کې شوې ده. امنيتي ځواکونو د پېښې ځای په خپله ولکه کې اخېستی دی.
په يوه بله پېښه کې په پاکستان کې امنیتي چارواکي وايي، هغه درې ځانوژونکې بریدګر چې د جمعې په ورځ یې په کراچۍ کې د چین پر قونسلګرۍ برید کړی وو، هدف ته له رسېدو مخکې وژل شوي دي.
په کراچۍ کې د پولیسو مشر عامر شیخ خبریالانو ته ویلي:
"دوی درې بریدګر وو او درې واړه وژل شوي. دوی د قونسلګرۍ ودانۍ ته په ننوتلو ونه توانېدل. هڅه یې کوله چې د ویزو څانګې ته ننوزي."
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي خبریالانو ته ویلي چې په کراچۍ کې د چین د قونسلګرۍ ټول ۲۱ کار کوونکي خوندي ځای ته انتقال شوي او کوم زیان نهدی ور رسېدلی.
د پولیسو د سرچینو په وینا په دې برید کې پر درې بریدګرو سربېره دوه پولیس هم وژل شوي دي.
ځینو رسنیو په برید کې د یوه خصوصي شرکت د یو ساتونکي د وژل کېدو خبر هم ورکړی دی.
د برید مسولیت د "بلوچستان د خپلواکۍ پوځ" په نوم وسلهوالې ډلې پر غاړه اخېستی دی.