د اسرائیل پوځ له لبنان سره په خپلو سیمو کې عملیات کوي
د اسرائيل د پوځ ویاند ویلي چې پوځيانو ته خبر ورکړل شوی چې تیار اوسي.
د اسرائيل پوځیان به د اسرائیل د خاورې په محدوده کې د داسې تونلونو د تخریب لپاره عملیات کوي او د لبنان پر پوله نهوراوړي.
د اسرائیل پوځ ویلي چې د حزبالله د وسلهوالو فعالیت ته پر خپلې واکمنۍ د څرګند تېري په سترګه ګوري.
د اسرائيل دفاعي ځواکونو پر ټویټر یوه وېډیو خپره کړې چې له لبنان سره د هغوی په شمالي سرحدي سیمو کې تونلونه او د حزبالله د وسلهوالو فعالیت پهکې لیدل کېږي.